پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکا: چابهار بندر له بندیزونو مستثنادی
نیټه: Wed, 07 Nov 2018 11:47:20 +0000

 

د امریکا حکومت وايي، د ایران چابهار بندر او افغانستان ته د ایران تېل پر دغه هېواد لګېدلو بندیزونو کې نه راځي.

 د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي وايي، دا مسئله د افغانستان د سوداګرۍ په وده او پراختیا کې مهمه ونډه لري.
د دغه خونې د نړیوالو اړیکو رئیس اذرخش حافظي د چهارشنبې په ورځ وویل، د اورګاډي د پټلۍ غځول به د اقتصاد په برخه کې د افغانستان ستونزه تر یوه حده هواره کړي.
حافظي وویل، دا یو پر ځای او د افغانانو په ګټه ګام دی.
نوموړي وویل، چابهار بندر د سوداګرۍ په ځانګړي ډول هندوستان ته د معدني موادو د لېږد رالېږد لپاره د پام وړ اهمیت لري.
د چابهار بندر نه تر افغانستان پورې د اورګاډي د پټلۍ غځول به هم د بندیزونو نه مستثنا وي چې افغانستان ته پرې د خوراکي موادو او درملو لېږل ممکنوي.
د امریکا متحده ایالاتو د نومبر په پنځمه نېټه پر ایران نوي بندیزونه اعلان کړل.
د چابهار بندر پروژه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان، ایران او هند له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې د افغانستان د ټرانزیت لپاره یوه مهمه پروژه ده.
 مدبر وايي، د چابهار بندر له پراختیا سره به د افغانستان اقتصاد او د ټرانزیت پراختیا لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او افغانستان ته به د صادراتو زمینه هم برابره کړي.
د امریکا تازه بندیزونو له کبله د ایران د تېلو صادرات، ټرانسپورټ، بانکونه او د ایران د اقتصاد ټولې مهمې برخې اغېزمنېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته