پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ لپاره لوبډلې اعلان شوې
نیټه: Wed, 07 Nov 2018 12:19:45 +0000

 

د افغانستان کرکټ بورډ نړیوال جام سیالیو ته د بشپړ چمتووالي لپاره د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ او ایمرجنګ اسیا جام سیالیو لپاره ابتدایي لوبډلې اعلان کړې.
د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي دغه نوملړونه د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې اعلان کړل چې پکې د دواړو لوبډلو لپاره ۴۷ لوبغاړي شامل دي.
 احمدزي وویل، لوبډلې په بشپړ خپلواک ډول ټاکل کېږي او موږ هرڅه د لوبډلې د پياوړتیا او د افغانستان نوم د ځلېدو په موخه کوو او  په وینا یې، د ایمرجنګ اسیا کپ سیالیو لپاره به د لوبډلې وروستۍ ټاکنه په هندوستان کې د تمریناتو په ترڅ کې کېږي.
د نوموړي په وینا، شاپور ځدراڼ ځينې ډسپلیني ستونزې لري چې د ډسپلین کمېټې له پرېکړې وروسته به د څلورو ورځو په موده کې د نوموړي په اړه پرېکړه وشي.
باید وویل شي چې ملي لوبډله به د تمریناتي کمپ په لړۍ کې چې د هندوستان هېواد په چینای ښار کې ترسره کېږي، له ۸-۱۰ تمریناتي لوبې وکړي او د یوې میاشتې لپاره به دغه لړۍ جاري وساتي او همدارنګه به ایمرجنګ لوبډله هم د ایمرجنګ اسیا کپ سیاليو لپاره په یاد ښار کې د دریو اونیو لپاره پاتې شي او له هغه وروسته به ایمرجنګ اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته