پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان ترکيي سره د۵۰۰ کیلوولټه بریښنا دمزي انتقال هوکړه لیک لاسلیک کړ
نیټه: Wed, 07 Nov 2018 12:52:58 +0000

 

افغان حکومت د یو ترکيي شرکت سره له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د بریښنا  د مزو د انتقال پروژې هوکړه لیک لاسلیک کړه.

ټاکل شوې، چې ترکمنستان په دې پروژه کې خپله ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته صادره کړي.

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت وايي  چې د تاپ پروژې ۷۵۰ کیلومتره مزی د افغانستان له خاورې تیریږي او افغانستان به هر کال ۱۰۰ میلونه ډالره د ټرانزیت څخه ترلاسه کوي.

افغان حکومت له یو تُرکي شرکت سره، له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا د مزي انتقالولو پروژې (تاپ) هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

دغه هوکړه‌لیک د چهارشنبې په ورځ (د افغانستان د جمهور رئیس محمداشرف غني او لوړ پوړو دولتي چارواکو په حضور کې د اوبو او بریښنا وزارات او "چالیک هولدینګ" ترکي شرکت ترمنځ په ارګ کې لاسلیک شو.

ټاکل شوې، چې ترکمنستان په دې پروژه کې خپله ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته صادره کړي.

د دغه هوکړه لیک له مخې، د چالیک هولدینګ شرکت د تاپ پروژې د تطبیق پر سر په دریو هیوادونو ترکمنستان، افغانستان او پاکستان کې، ۱.۶ میلیارد ډالر پانګونه کوي

د افغانستان د اوبو او بریښنا سرپرست وزیر محمدګل خُلمي خبریالانو ته وویل، چې د تاپ پروژې ۷۵۰ کیلومتره مزی د افغانستان له خاورې تیریږي.

د هغه پر وینا، دغه مزی د تورغونډۍ له بندر څخه د هرات کندهار د لویې لارې په اوږدو کې تر سپین‌بولدکه غځول کیږي

خُلمي زیاته کړه، چې افغانستان به له دې پروژې څخه هرکال د ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا سربیره، پاکستان ته د بریښنا له ترانزیت څخه ۱۰۰ میلیونه ډالر هم ترلاسه کړي.

د اوبو او بریښنا وزارت سرپرست وویل، چې دا پروژه به په دریو کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د بریښنا د انتقال پروژې تړون د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې د درېو هیوادونو د مشرانو ترمنځ په پلازمینې عشق‌آباد کې لاسلیک شو.

ټاکل شوې، چې د چالیک هولدینګ شرکت په شپږو میاشتو کې د دغې پروژې مالي او تخنیکي سند چمتو او د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت ته یې وسپاري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته