پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار کې ۸۰ ټنه تاریخ تیره درمل او خوراکي توکي وسوځول
نیټه: Wed, 07 Nov 2018 12:59:40 +0000

 

ننګرهار  کې د عامې روغتیا ریاست  له لورې د ۲۸ میلیونو افغانیو په لګښت  ۸۰ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول چې د بېلا بېلو  هټیو او شرکتونو څخه را  ټول شوی وو.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسولین وايي چې دغه خوراکي توکي  او تاریخ تیره درمل د تېرو شپږو میاشتو  په اوږدو کې د شرکتونو  او هټيو څخه را ټول کړي وو.

 

د ننګرهار عامې روغیتا  ریاست مطبوعاتي مسول انعام الله میاخېل وویل چې په سوځو ل شویو  درملو او  توکي کې شل ټنه یې درمل او ۶۰  تنه نور يې خوراکي توکي دي .

 

د ننګرهار عامي ورغتیا ریاست د چا پيریال ساتني د برخي مسول ډا کټر محمد اشرف احمدزی وايي چې یاد چې د امنیتي ستونزو له امله نشي کولي چې ننګرهار یو یوشمیر  ولسوالیو ته د درملو د څیړلو  لپاره خپل ټیمونه ورولیږي او ټولې چاري ښار ته محدودي  کړي دي.

 

نوموړی وايي خوګیاني، حصارک ،دوربابا، پچیراګام، شیرزاد او نازیان هغه ولسوالي دي چې دوی نه شي کولای چې هلته خپل برسي ټيمونه ورلیږي  او د تاریخ تېرو درملو د پلورل مخنیوې وکړي.

 

د ننګرهار د عامی روغتیا ریاست د مسولینو پر وینا  چې په تیر کې  ځیني درملیز شرکتونو مسولین يې د نقدي جریمو ترڅنګ څارنوالي ته هم  ورپېژندلي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته