پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې هوايي برید ملي اردو سرتیري او پاڅونوال وژلي
نیټه: Thu, 08 Nov 2018 10:09:04 +0000

 

د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې د ملي اردو سرتېرو او پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه هوایي برید تېره شپه ناوخته د نازیانو ولسوالۍ په مورچه کلي کې پر ملي اردو او سیمه ییز پاڅون کوونکو شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې سیمه کې بمبار شوی، خو وايي، د مرګ ژوبلې په اړه ‌‌‌‌‌‌ډېر معلومات نه لري.

يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله وويل چې امريکايي ځواکونو د عملياتو پر مهال په تېروتنې سره پر دولتي ځواکونو هوايي بريد کړى دى.
سرچينې زياته کړه چې په دغه بريد کې دوه د ملي اردو سرتېري او درې پاڅونوال وژل شوي دي.
په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو تر دامهاله د دې هوايي برید په اړه تبصره نه ده کړې.

د يادونې ده، دوه ورځې مخکې په نازيانو ولسوالۍ کې شاوخوا ٥٠٠ کسانو دوسله والو مخالفینو پر ضد پاڅون کړى او له دولتي ځواکونو سره په ګډه يې د هغوى پر ضد عمليات پيل کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته