پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دانتخاباتو کمېسیون وايي د ۲۲ ولایتونو د رایو نتایج ثبت شوي
نیټه: Thu, 08 Nov 2018 12:06:00 +0000

 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ۲۲ ولایتونو د رأیو نتایج په سیسټم کې ثبت شوي او ټاکل شوې چې د دوو نورو ولایتونو هم ثبت شي.
د یاد کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي  وویل چې دا بهیر د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون، د مدني ټولنو له استازو او د انتخاباتو له څارونکو بنسټونو سره په هم‎غږۍ په شفاف ډول مخته ځي.
ابراهیمي وايي، د ۲۷ ولایتونو حساس مواد چې محافظتي کڅوړې هم په کې شاملې دي، په کابل کې د کمېسیون مرکزي دفتر ته را رسیدلي دي،
 خو د شپږو نورو ولایتونو د هوا د خرابوالي له امله ځنډېدلي چې تر دوو راتلونکو ورځو پورې به دا هم کابل ته را ورسېږي.
په ورته وخت کې د کوچیانو د حوزو کاندیدانو له کمېسیونه غوښتي چې د دوی د حوزو اړوندو انتخاباتي درغلیو ته هم رسېدنه وکړي.
دا په‎داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، یاد کمېسیون د انتخاباتي درغلیو مواردو ته د رسېدنې په برخه کې ژمن دی او په خبره یې سپینې رأیې به له تورو رأیې بیلې شي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د ۳۲ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړني نتایج د قوس د میاشتې په دوهمه نېټه او د کابل د یادې میاشتې په لسمه نېټه اعلان شي.
د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې انتخابات د میزان په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه ترسره شول، په کندهار کې په یوې اوونۍ ځنډ سره خو په غزني لا د امنیتي ستونزو له امله نه‎دي ترسره شوي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ رئیس یوسف رشید وايي، که څه هم همکاران یې دغه بهیر څاري، خو ځېنې تشې او درغلۍ لیدل شوي چې باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ورته رسیدنه .
 رشید وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید سیسټم یا د کمېسیون د معلوماتو مرکز ته د رأیو د نتایجو داخلولو په بهیر کې شفافیت ته ډېر پام وکړي چې په خبره یې د انتخاباتو په نتایجو خلک قناعت وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته