پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د سولې لپاره د ښځینه وو ملي اجماع
نیټه: Wed, 21 Nov 2018 12:16:00 +0000


 
د سولې عالي شوراغړي وايي له دې اجماع يې موخه د سولې د پرمختګ لپاره د ښځينه وو نظرونه اخیستل دي. 
ننګرهاري میرمني بیا له وسله والو مخالفینو د جګړي د بندېدو غوښتنه کوي .
دوی د شعر په ژبه د سولې د ټينګښت او د جګړي د پای غوښتونکي دي.
دا په ننګرهار کې د سولي د پرمختګ لپاره دښځو ملي اجماع ده چې پکې ګڼ شمیرښځينه وو ګډون کړی. 
د سولي عالي شورا غړي ملالۍ شینواري وايي له دې اجماع نه يې موخه د سولې په پروسه کې د ښځينه وو ګډون او د سولي د پرمختګ لپاره د ننګرهاریو میرمنو نظرونه اخیستل دي. 
د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي د ښاري سیمو ترڅنګ هڅه کوي چې د سولي په پروسه کې د لرو پرتو ولسوالیو ښځې هم ونډې اخیستو ته وهڅوې. 
ننګرهاري میرمني وايي د جګړو ډيره قرباني ښځينه پرې کوي او له وسله والو مخالفینو غواړي چې په هېواد کې دې روانه جګړه پاي ته ورسوي .
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د افغان سولي په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیزاد په هلو ځلو د سولې په برخه کې پر مختګ اوهیله مندي زیاته شوي 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته