پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار دیني علماوو په یو ګډه فتوا کې د نشه يي توکو کرکیله ناروا وبلله
نیټه: Sat, 01 Dec 2018 13:16:00 +0000

 

دنشه يي توکو پر ضد دمبارزی ریاست چارواکی وايي د ننګرهار په شل سلنه ځمکه کوکنار کرل شوي. 
بل خو ولایتي اداره وايي هغه ولسوالۍ چې کوکنار پکي وکرل شي سیمه ایز چارواکي به يې له دندې ګوښه شي. 
 
ننګرهار کې دیني علما راټول شوي او دنشه يي پرضد يې په ګډه فتوا کې د نشه يي توکو له کرکیلې نیولي تر ګټي وټي ټول يي حرام وبلل. 
دیني علما وايي بزګران دې دنشه يي توکو پرځای په خپلو ځمکو حلال فصلونه وکري. 
دنشه يي توکو پرضد د مبارزي ریاست چارواکي دا څرګندونې په داسي حال کوي چې په ځينو سیمو کې دکوکنارو کرکیله پیل شوي او په ځينو کې  یې کر ته څو ورځي پاتي دي خو د دوی د شمیرو له مخي دننګرهار په شل سلنه ځمکه کوکنارکرل شوي چې د یاد ریاست چارواکو يې له کرکیلې سره سم دمخنوي هڅې هم پیل کړي. 
د ننګرهار ولایتي چارورواکي هم مني چې په یو شمير ولسوالیو کي سر له اوسه کوکنار کرل شوي خو ګواښ کوي او وايي په هغه ولسوالۍکې چې کوکنار کرل شوي سیمه ایز ملکي او نظامي چارواکي به يې له دندو ګوښه شي. 
دلته دنشه يې توکو پرضد د مبارزي ریاست چارکو هيله مندي وښوده چې د نشه يي توکو د حراموالي دا ګډه فتوا به ورسره دنشه يې توکو دکرکیلي په مخنوی کې همکاري وکړي 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته