پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستانه څخه چين ته ٥٠٠ ټنه جلغوزي صادر شوي
نیټه: Sun, 02 Dec 2018 12:43:04 +0000


 
تر اوسه د هوايي دهلېزونو له لارې له افغانستان څخه چين ته ٥٠٠ ټنه جلغوزي صادر شوي او تر راتلونکې يوې مياشتې به دغه کچه د ٤٠ ميليون ډالرو په ارزښت زرو ټنو ته ورسيږي.
دغه څرګندونې د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره کړې دي.
 افغانستان په ١٣٩٦ کال کې له هند سره هوايي دهلېز پرانيست. تر هغه وروسته يې له ترکيې، سعودي عربستان، او يو شمېر نورو هېوادونو سره هم هوايي دهليزونه پرانيستل.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي، وايي سږکال د لړم په ۱۵ مه د هېواد ولسمشر محمداشرف غني د افغانستان د جلغوزیو او نورو محصولاتو د صادرولو په موخه له چین سره هوایي دهلیز پرانیست، چې دا نوښت د جلغوزیو د صادراتو د کچې د زیاتېدا سبب شو.
د هغه په وينا، تر هغه وروسته چې د جلغوزیو د قاچاق مخه نیول شوې نورو هېوادونو ته د افغانستان په خپل نوم ددې محصول صادرات زیات شوې دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته