پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل او چین ترمنځ دسوداګریزواړیکودپراختیا لپاره تړون لاسلیک شو
نیټه: Wed, 05 Dec 2018 11:43:39 +0000

 

د افغانستان او چین د ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره په کابل کې   د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک شو.
دېد تړون په اساس، دواړه هیوادونه د صنعت، سوداګرۍ او کوچینو تشبثاتو د پراختیا په برخه کې فعالیت کوي.
چینې چارواکي وايي چې دواړه خواوې د دغه تړون له مخې د همکاریو د زیاتوالي سربیره د افغانستان او چین د خلکو د ګټو لپاره هم کار کولی شي
افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د چین د بازار د تنظیم ادارې، د د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره، د چهارشنبې په ورځ  د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرستې کاملې صدیقي د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، افغان حکومت هڅه کوي چې له چین سره خپلې سوداګریزې اړیکې زیاتې کړي.
د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا د تړون په اساس، دواړه هیوادونه د صنعت، سوداګرۍ او کوچنیو تشبثاتو د پراختیا په برخه کې فعالیت کوي.
د چین بازار د تنظیم وزیر ژنګ ماو په دې غونډه کې د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخي اړیکو یادونه وکړه او وې ویل، چې د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د دواړو هیوادونو د پلاو ترمنځ بحثونه د قناعت وړ وو.
د  ماو پر وینا، دواړه خواوې د دغه تړون له مخې د همکاریو د زیاتوالي سربیره د افغانستان او چین د خلکو د ګټو لپاره هم کار کولی شي.
افغانستان د روان لمریز کال په لړم میاشت کې له چین سره  هوايي دهلیزهم پرانیست او د لومړي ځل لپاره یې د هوا له لارې دغه هیواد ته خپله جلغوزه صادره کړه.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمیرو له مخې، د کابل او بیجنګ ترمنځ د سوداګرۍ کچه هرکال ۱.۱ میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې لویه برخه یې افغانستان ته واردات جوړوي.
افغانستان د دغه تړون په لاسلیک کولو سره هڅه کوي، چې د خپلو غالیو، قیمتي ډبرو، زعفران، آنار او یو شمیر نورو تولیداتو ته په چین کې بازار پیدا کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته