پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امريکا: پاکستان په افغان سوله کې همکارۍ ته جدي نه دى
نیټه: Wed, 05 Dec 2018 12:04:40 +0000

 

د امریکا یو لوړ پوړی جنرال ادعا کوي چې پاکستان د افغانستان د سولې په اړه جدی نه دی او تر اوسه یې لازمي هڅې نه دي کړي.
د امريکا د بحري ځواکونو اړوند د منځني ختيځ لپاره نوى ټاکل شوى قوماندان جنرال کينيټ مېکنزي دغه څرګندونې د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته کړې دي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي  د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ته ډاډ ورکړى چې په افغان سوله کې به مرسته او همکاري کوي.
جنرال مېکنزي ويلي، په وروستيو څو کلونو کې ورته په ډاګه شوې چې پاکستان په افغان سوله کې د عملي مرستې او همکارۍ هېڅ اشاره نه ده ورکړې.
جنرال ميکنزي په وروستيو جګړو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې پر زياتېدا ژوره اندېښنه ښودلې او په ډاګه کړې یې ده چې دا نور د تحمل وړ نه ده.
هغه زياته کړې، دا مرګ ژوبله هغه مهال کمېدلى شي چې نړيواله ټولنه د افغان ځواکونو ستونزې هوارې کړي.
د نوموړي په وينا، امريکايي ځواکونه بايد له افغان ځواکونو سره له نـږدې کار وکړي، څو د هغوى د جلب او جذب، روزنې او په عملياتو کې ښه والى رامنځته شي.
جنرال ميکنزي ويلي، نه پوهېـږي چې تر کله پورې به امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې وي، خو په ډاګه کړې یې ده چې دا موضوع سياسي حل لارې ته اړتيا لري.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته