پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دفاع وزارت: غزني کې د۴۰ پاکستانیانوپه ګډون لسګونه وسله وال وژل شوي
نیټه: Thu, 06 Dec 2018 10:10:57 +0000

 

د افغانستان دفاع وزارت په غزني ولایت کې د وسله‌والو طالبانو پر ضد عملیاتو کې د دغې ډلې له سلو زیاتو جنګیالیو ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.
د دفاع وزارت ویاند احمد غفور جاوید رسنیو ته په یوې استول شوې ویډیو کې ویلي، چې د غزني په ګیلان او ناوه ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو پرضد د کومانډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال شپیته تنه طالبان وژل شوي، چې څلویښت تنه یې پاکستانیان دي.
هغه زیاته کړې، چې په دغو عملیاتو کې د وسله‌والو طالبانو لسګونه عرادې موټر او موټرسایلکې هم له منځه وړل شوي دي.
د دفاع وزارت ویاند دغه راز ویلي، چې افغان ځواکونو د غزني ولایت په جاغوري او خوګیاڼو ولسوالیو کې هم د وسله‌والو طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي دي.
هغه ویلي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۴۵ تنه وسله‌وال طالبان په جاغوري او ۱۲ نور په خوګیاڼو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په غزني کې طالب جنګیالیو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته