پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د ۹۲ ميليونه افغانيو قراردادونه لاسليک کړل
نیټه: Tue, 01 Jan 2019 12:29:41 +0000

 

 دکرنې وزير وايي دفارم هډي په سیمه کې به د هغي سړي خونې د جوړیدو چارې بیاپیل شي چي تیر کال يي قرار داد لغوه شوی وو. 
  ننگرهارکې د کرنې وزيرد یو خبري کنفرانس پرمهال ددې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو لپاره دڅه باندې دوه نوي  میلونه افغانيو په ارزښت دچرگانو د ورکړی،سړ خونو،او سربندونود جوړولو قراردادونه لاسليک شول.
 دکرنې وزیر وايي په چپرهار،اچین،رودات،کوټ،شیرزاد اوخوکیاڼو ولسواليو کې د نهه څلویښت اشاریه پنځه میلونه افغانيو په ارزښت دمتوازن انکشاف په موخه پنځه اویا سړې خونې جوړوي.
 دکرنې وزیر وايي د فارم هډي په سيمه کې به ددې ولایت لپاره هغه لویه سړه خونه چې تیرکال يې د گټونکي شرکت دناکامۍ له امله قرارداد لغوه شوی وو د شلو ورځو په موده کې به يې بیاځلي د جوړیدو چاري پیل شي.
دکرني وزير ننگرهارکې ځنگل وهنه داندیښنی وړ وبلله او دا چاره يې د سیمه ایزي اونړيوالي مافيايي کړیو کار وباله. 
خو ولایتي مقامات او د یاد وزارت چارواکي يي دمخنوي لپاره دخپلو هڅو خبره کوي.
 د کرنې وزير تیره ورځ هم په یوه خبرې غونډه کې د ویناپرمهال پدې ولایت کې د پیستي او بادامو دازمایښتي باغونو دجوړولو ژمنه هم وکړه او ویې ویل چې د بریالي کیدو په صورت کې به ددې باغونو شمير ډیرکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته