پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان کرکټ لوبډله نړيوال جام ته لاره پيدا کړه
نیټه: Tue, 01 Jan 2019 12:50:50 +0000


 
د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا اعلان شوى، چې د افغانستان په ګډون اتو هېوادونو مستقیا‎‌‌‌ً د کرکټ نړيوال جام سياليو ته لاره پيدا کړې ده.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې نړیوال جام د ٢٠٢٠ اکتوبر کې په اسټرالیا کې ده چې ١٢ ټيمونه به په‌کې برخه ولري.
د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د کرکټ د شل اووريزو سياليو نوې درجه بندي اعلان شوې ده.
د دې درجه بندۍ له مخې، افغانستان په ټوله نړۍ کې اتم مقام خپل کړى او د کرکټ د نړيوالې شورا له پرېکړې سره سم چې لومړۍ اته لوبډلې نېغ په نېغه نړيوال جام کې لوبيږي، افغانستان هم نړيوال جام ته لاره پيدا کړې ده.
د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا داعلان شوې درجه بندۍ له مخې، پاکستان لومړى، هندوستان دويم، انګلستان درېيم، استراليا سوېلي څلورم، افريقا پنځم، نيوزيلينډ  شپږم، ويسټ انډيز اووم او افغانستان اتم مقام خپل کړى دى.
د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په نړيوال جام کې ١٦ لوبډلې برخه اخلي، چې پاتې يې د غوراوي له لارې لاره پيدا کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وويل، دا د ډېر وياړ ځای دى چې افغانستان نېغ په نېغه د کرکټ نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.
هغه زياته کړه، يو شمېر مهم هېوادونه، چې پخوا يې نړيوال جام ګټلى  هم دي، نه دي توانېدلي چې نړيوال جام ته نېغ په نېغه لاره پيدا کړه.
د يادونې ده چې افغانستان تر دې مخکې درې ځلې د کرکت شل اووريزو سياليو نړيوال جام ته لاره پيدا کړې وه او لوبې يې کړې دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته