پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د هیلي خیریه بنسټ سلو بیوزلو کورنیو ته مرستې وویشلي
نیټه: Thu, 03 Jan 2019 11:54:31 +0000

 

دا هغه اړمني کورنۍ دي چې اکثره یې له جګړه ځپلو سیمو ښارونو ته راکډه شوي او دلته يې ژوند له کړاوه ډک دی. 
د هیلې خیره ټولنه چې د شایق رسنیز مرکز ترچتر لاندي فعالیت کوي د همدې اړمنو کورنیو له ډلي يې سلو کورنیو سره داچ اچ ارډي موسیسي په مرسته د ژمنیو لباسونو مرسته وکړه. 
داچ اچ ارډي موسیسي مسؤلین او دشرق ټلویزیون دژوند پړاونو دخپروني پروډيوسر توریالی ساحل وايي له دې مرستو يې موخه بیوزلو کورنیو ته د ژمنیو لباسونو ورکول دي. 
هغه اړمني کورنۍ چې د شایق رسنیز مرکز انګړ ته دمرستو دترلاسه کولو لپاره راغلي او دیادې موسیسې له لوري ورسره دژمنیو لباسونو ،کورتیواو بوټونو مرستي شوي پدي مرستو خوښي ښایي او له نورو مرسته کوونکو موسیسو هم غواړي چې له دوی سره دې دا ډول مرستي وکړي. 
د هيلې خیریه ټولنه نږدي لس کاله وړاندې په ننګرهار کی فعالیت پیل کړ چې تراوسه يې له ګڼ شمیر کورنیو سره لوی او وړی مرستې کړی او اوس هم ورسره د دري زرو په شاوخواکي کورنۍ ثبت او راجیستر دي چې دا ډول مرستو ته اړتیا لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته