پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دهرات خواف ترمنځ داورګاډې پټلۍ جوړولوچارې ۹۰ بشپړشوې
نیټه: Wed, 09 Jan 2019 12:34:39 +0000

 

د هرات ـ خواف  د  اورګاډۍ د پټلۍ جوړولو چارې ۹۰ سلنه پوره شوي او سیمه ایز مسؤلین وايي  هڅې روانې دي څو افغان حکومت ددې پټلۍ د څلورمې برخې کارونه هم پیل کړي.
خو ولایتی شورا غړی بیا ددې پټلۍ د جوړولو کارونه کمزوري بولی او له امله یې پر حکومت انتقاد کوي چې ددې پټلۍ کارونه پر وخت پای ته ونه رسیدل. 
د هرات ـ خواف د اورګاډۍ پټلۍ چې  ۷۲ کیلومټر یې په ایران او ۱۱۴ کیلو مټره د افغانستان په خاوره کې جوړیږی.
د ایران حکومت باید ددې پټلۍ دوه خطونه  په خپله خاوره او یوه يي باید په افغانستان کې جوړ کړي .
د هرات  سیمه ایزې اداري مسؤلین وايي چې د هرات ­ـــ خواف ترمنځ د ریل پټلۍ د جوړولو کارونو ۹۰ سلنه ترسره شوي او هڅې روانې چې ددې پټلۍ د څلورمې برخې د جوړولو چارې ژر پیل شي. 
دا پټلۍ چې د هرات ـ خواف ترمنځ جوړه شوې ۶۰ کیلومتره اوږدولی لري چې د ایران په مرسته جوړه شوې او د روزنګ سیمې پورې چارې ترسره شوې او د څلورمې برخې کار چې هرات ښاره پورې رسیږي هم ۶۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ژر به یې چار پیل شي . 
خو ولایتي شورا غړی بیا ددې پټلۍ د جوړلو د ټکنې کارونو امله انتقاد کوي او وايي ددې پټلۍ کارونه باید قرارداد له مې  لا پخوا خلاص شوی وی .
په همدې حال کې د هرات د سوداګرې او صنایع خونې مسؤلین وايي چې ددې پټلۍ د دریمې برخې په پوره کیدو سره به د ایران څخه د سوداګریزو توکو په انتقال کې سهولتونه رامنځته شي.
ددې خونې مسؤلین د حکومت څخه غوښتنه کوي چې هرات ولایت د ریل پټلۍ د څلورمې برخې چارې هم ژر پیل کړي. 
د هرات ـ خواف ریل پټلۍ افغانستان ته غځیدلو پر مهال به هرات ولایت غوریان او زنده جان ولسوالیو څخه وروسته د هرات هوايي ډګره پورې به ورسیږي.
د اقتصادي چارو شنوونکي وايي ددې ریل پټلي په غځیدلو سره چې دافغانستان او ایران تر ټولو لویه پروژه ده د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزي اړیکې لا پیاوړي کړي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته