پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار ګمرک ته څیرمه په یو ټانکر چاودنه شوې
نیټه: Thu, 10 Jan 2019 11:43:43 +0000

 

په سیمه کې عینې شاهدان وآيي چې لومړی د تیلو په ټانکر چاودنه رامنځته شوه او وروسته ټانکر اور واخیسته.

په دې اور لګیدنه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتي خو په سیمې کې ځینې موټر سوځیدلي دي.

د ننګرهار ګمرک ته څېرمه په یوه ټانکر کې اور لګېدنې له امله خلکو درانه مالي زیانونه اړولي دی.

چارواکي وايي تر اوسه معلومه نه ده چې دا اور لګیدنه د څه له امله رامنځته شوي خو څیړنې پیل کړي او وروسته به معلومه شي لامل یې څه دی
د والي ویاند عطاالله خوګیاني ویلي، له اورلګېدنې سره سم سیمې ته د اور وژنې ټیم ورسیده او اور یې کابو کړه.

 هغه زیاته کړه په دې اورلګیدنه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی خو په خبره یې مالي زیان لري.
عینې شاهدان وايي لومړي د تیل په موټر کې چاودنه رامنځته شوه او وروسته بیا ټانکر او نورو موټر اور واخیسته .

د اور وژنې مسؤلین هم وايي چې دا اور لګیدنه د تیلو په ټانکر کې د چسپکې ماین د چاودنې له امله رامنځته شوي چې ځاني زیان نه درلود.

د يادولو ده چې له دې ټانکر سره يو شمېر نورو باروړونکي موټرو، يو وړوکی الټو موټر او درې ریکشاګانې هم سوځېدلې دي.
څو ورځې وړاندې هم په جلال اباد ښار کې په یوه خصوصي مارکېټ کې اورلګېدنې خلکو ته په مېلیونونه افغانیو مالي زيان واړاوه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته