پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غیردولتي کسان نیمه درنو وسلود ګرځولو او ساتلو حق نه لري
نیټه: Sat, 12 Jan 2019 10:33:09 +0000

 

افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تر دې وروسته هېڅ غیر دولتي کس حق نه‌لري چې د خپلو موټرو په باډیو کې خپل ساتونکي‌ولېږدوي.
د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو، او ملي امنیت ریاست له منسوبینو پرته ټولو غیر دولتي‌کسانو ته په «جدیت» او «وضاحت» خبر ورکول کېږي، چې د خپلو موټرونو په باډیو کې خپل ساتونکې ونه لېږدوي.
د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال دغه اقدام کوي چې په افغانستان کې یو شمېر کسان د شخصي امنیت په خاطر د خپلو تعقیبي موټرورنو په باډیو کې خپل ساتونکي کېنولي وي.
د غه وزارت همدارنګه ویلي چې له امنیتي او دفاعي ارګانونو پرته هېڅ څوک د خپل امنیت په خاطر په ښار او کورونو کې د نیمه درنو وسلو«راکټ، پیکا او دهشکې» د ګرځولو او ساتلو حق نه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته