پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندهارکې ۱۲ پولیس او طالبان وژل شوي
نیټه: Sat, 12 Jan 2019 10:36:09 +0000

 

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې پنځه پوليس او اووه وسله وال طالبان وژل شوي.
ځايي مقامات وايي چې وسله والو طالبانوو تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ د رباط پر امنیتي پوسته برید وکړ چې د نن سهار تر ۳ بجو پوري يې دوام در لود.
د کندهار یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي  چې د رباط پر امنیتي پوسته په برید کې پنځه پوليس او ۷ وسله وال طالبان وژل شوي.
دغه راز سرچینه وايي چې په پېښه کې ۲ پوليس او ۶ وسله وال ټپیان شوي هم دي.
منبع وايي چې د رباط امنيتي پوستې ته پر لار کمکي پوليس هم د وسله والو له یوه کمين سره مخ شوي.
بلخوا کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز پېښه تائیده وي او وايي چې د اوښتو تلفاتو په اړه به يې وروسته معلومات خپاره کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته