پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دفاع وزارت هغه راپور رد کړ چې ګواکې دامریکا هڅې بې نتیجې دی
نیټه: Sat, 12 Jan 2019 11:59:32 +0000

 

د افغانستان دفاع وزارت د نیویارک ټایمز دا خبره ردوي چې ګواکې د افغانستان د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره د امریکا هڅې بې نیتجې دي.
دغه وزارت وايي، د افغان هوايي ځواکونو په اړه د نیویارک ټایمز وروستۍ لیکنه ناسمه ده.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید وویل، افغان هوايي ځواکونه لوړ ظرفیت او پرمختللي جنګي الوتکې لري.
جاوید وايي، په دې برخه کې به د امریکا مرستې تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې دوام ولري او په پام کې ده چې افغانستان تر دغه کاله پورې سلګونه نورې الوتکې هم ولري.
کابل چاپ یو شمېر رسنیو د امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په حواله لیکلي له یوولسو کلونو راهیسې چې امریکا د افغان هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره هڅې پیل کړي او په دې برخه کې تراوسه کابو ۸ میلیارده ډالر مصرف شوي، دغه هڅې بې نتیجې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د الوتکو د تخنیکي ستونزو او یا د طالبانو د حملو په نتیجه کې تراوسه اته افغان پوځي هليکوپټرې نسکورې شوې دي.
په ورته وخت کې ځیني پخواني پوځیان د افغانستان د هوايي ځواکونو لوړ لګښت ته په کتو په دې باور دي چې دغه هېواد په دوامداره توګه د امریکا مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان د دفاع وزارت پخواني لوی درستیز شېر محمد کریمي وویل، د افغان هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د امریکا هڅې اوس هم بې نتیجې دي.
کریمي وايي، د هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره چې تر اوسه میلیاردونه ډالر مصرف شوي، کافي نه دي او په دې برخه کې باید بهرنۍ او په تېره د امریکا مرستې دوام ولري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته