پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هند وايي د افغانانو په مشرۍ د سولې ملاتړ کوي
نیټه: Sat, 12 Jan 2019 13:17:04 +0000

 

هند وايي په افغانستان کې یې دریځ پخوانی دی او دا هېواد په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
د هند د بهرنیو وزارت ویلي چې هېوادیې په افغانستان کې  د افغانانو په مشرۍ او ملکیت باندې د سولې خبرې غواړي.
ددې وزارت چارواکو ویلي چې زلمي خلیلزاد سره د هندي چارواکو په لیدنه کې په دې خبرو ټینګار شوی دی.
هند وايي، د افغانستان په وړاندې یې دريځ با ثباته دی او د دغه هېواد د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند روویش کومار یوه خبري کنفرانس ته وویل چې هندي چارواکو خلیلزاد ته د سولې په برخه کې له خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
کومار وویل، د هند په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او تل به د افغانستان د سولې د پروسې همکار وي.
خلیلزاد داسې وخت له هندي چارواکو سره د افغان سولې په باب خبرې کړي چې د رپوټونو په اساس، د هند د پوځ لوی درستیز جنرال بپین راوټ د پنجشنبې په ورځ لېوالتیا ښودلې چې هند هم د افغانستان د سولې په روانو هڅو کې شامل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، زلمی خلیلزاد چې د جنورۍ له اتمې تر یویشتمې هند، چین، افغانستان او پاکستان ته په سفر وتلی، هدف یې دا دی چې چارواکي د بین افغانی سیاسي جوړ جاړي د زمینې برابرولو ته وهڅوي.
خلیلزاد تېر وار هم د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د مهالوېش په اساس سفرونه وکړل او اوس به تر هند وروسته چین ته روانېږي.
د افغانستان د سولې په چارو کې خلیلزاد وړمه ورځ په نوې ډهلي کې د ریسینا ډیالوګ ګډونوال هم و، چېرته چې ده د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي خبرې اورېدې.
کرزي د زلمي خلیلزاد هڅې وستایلې او ویې ویل چې افغانان ډېر زیات د دې پروسې بریالي کېدو ته هیله مند دي.
کرزي وویل، د سولې داسې یوه پروسه غواړو چې پکې پاکستان، امریکا، هند، ایران، چین او نور هېوادونه مهم رول ادا کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته