پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

داوودزی:پاکستان د طالبانو ملاتړی دی، نو سولې ته یې هم حاضرولی شي
نیټه: Sat, 12 Jan 2019 13:20:37 +0000

 

افغان سولې  د دارالانشا مشر وايي د سیمې هېوادونو پوره هڅې پيل کړې  چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي.
نوموړي په یو تلویزیونې مرکه کې ویلي چې روان میلادي کال به د سولې کال وي او  طالبانو سره به د سولې معاهده لاسلیک شي.
ده ویلي پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او تر ډېره د طالبانو ملاتړی هېواد بلل کېږي نو ځکه یې د سولې په برخه کې همکاري او هڅه اړینه ده
د سولې شورا د دارالانشا رییس له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې روان ۲۰۱۹ کال به د افغانستان د سولې کال وي.
 دده په خبره افغان حکومت، امریکا او د سیمې هېوادونو پوره هڅې پيل کړې دي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي او ټول مسایل د خبرو له لارې حل کړي. 
نوموړی وايي اوسمهال د افغانستان د سولې په اړه هڅې زیاتې شوي او د سیمې هېوادونو په کډون نړیوال هڅه کوي چې د سولې لپاره حل لاره ومومي.
د داوودزي په خبره پاکستان هم په تازه لیدنو کې ژمنې ورسره کړې دي چې د سولې په راوستو او جګړې په ختمولو کې به خپلې همکارۍ نه سپموي.
 هغه زیاته کړې چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او تر ډېره د طالبانو ملاتړی هېواد بلل کېږي نو ځکه یې د سولې په برخه کې همکاري او هڅه اړینه ده.
 نوموړي ویلي چې افغان حکومت په هر اړخیزه توګه د سولې لپاره هڅه کوي او ددې غوښتونکی دی چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
 ده پر طالبانو هم غږ کړی چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي او روانه جګړه ختمه کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته