پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پخوانی ولسمشر: د سولې په برخه کې باید د ټولو نظر واخیستل شي
نیټه: Sat, 09 Feb 2019 13:32:06 +0000

 

 

پخوانی ولسمشر وايي د سولې په برخه کې باید د ټولو نظر واخیستل شي او که اړتیا پیدا شي لویه جرګه راوبلل شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي  له روسیې رسنیو سره په خبرو کې ویلي د سولې په پروسه کې باید  باید د مسکو او چین ترڅنګ د سیمې نور هیوادونه هم ښکېل شي.

کرزي ویلي که چیرې امریکا په افغانستان کې اډي غواړي باید ولس ته مراجعه  وکړي او د لوي جرګه له لورې باید دا مسله حل شي

 

پخواني ولسمشر حامد کرزي په مسکو کې د سپوتینک په نوم له یوې خبري رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د سولې پروسه کې باید د ټولو لورو نظرونه واخستل شي او اړتیاده چې د سولې ترڅنګ د نورو ستونزو پرسر د بحث لپاره لویه جرګه راوبلل شي.

حامد کرزی د افغان سولې په پروسه کې د امریکا رول مهم بولي، خو وایي په دې پروسه کې باید د مسکو او چین ترڅنګ د سیمې نور هیوادونه هم ښکېل او د هغوی رول ته پام وشي.

کلیب

کرزی وایي، د سولې لپاره باید ښکېل لوري انعطاف وښي او د اساسي قانون د تعدیل ترڅنګ هغه موارد چې قانوني ستونزه نه لري باید پرې تفاهم رامنځ ته شي.

 نوموړی وایي، په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره باید له افغانستان څخه د نورو هېوادونو پرضد د نه کارونې په تړاو قوي ضمانت ورکړل

کرزی وایي، له افغانستان څخه د بهرینو ځواکونو وتل له نړۍ سره د افغانستان اړیکو د پریکون په مانا نه دی ، بلکې په وینا یې د سولې له ټینګښت وروسته باید راتلونکی حکومت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې وپالي .

کرزي ویلي که چیرې امریکا په افغانستان کې اډي غواړي باید ولس ته مراجعه  وکړي او د لوي جرګه له لورې باید دا مسله حل شي

حامد کرزي وايي د افغانستان په پراختیایي پروګرامونو کې د روسیې ونډه مهمه ده او باید په دې برخه کې هم خپل رول ولوبوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته