پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اشرف غني: چمتو یو چې طالبانو ته په کور دننه دفترونه ورکړو
نیټه: Sun, 10 Feb 2019 13:20:08 +0000

 


 ولسمشر غني دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د ننګرهار شینوارو ولسوالي ته په خپل لومړنۍ سفر کې وکړي
ولسمشر  وايي  چې د سولې راتګ لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی، خو ټينګار يې وکړ چې د ولسمشرۍ څوکۍ د ولس ده او په اړه يې پریکړه هم یوازې د ولس کار دی.
د هېواد ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د شینوارو لویې ولسوالۍ ته په ناڅاپي سفر لاړ او هلته يې د خبرو پر مهال ويلي چې اراده يې قوي ده او هڅه کوي چې په هېواد کې د ۴۰ کلنې جګړې له امله د وينې بهېدنې بهير بند کړي.
ده په خپلو خبرو کې د سولې مسایلو ته اشاره وکړه چې دی سوله په کعبې شریفې کې غواړي نه مسکو کې
ولسمشر وویل چې د سولې راتګ لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی، خو ټينګار يې وکړ چې د ولسمشرۍ څوکۍ د ولس ده او په اړه يې پریکړه هم یوازې د ولس کار دی.
ولسمشر محمد اشرف غني پر طالبانو غږ وکړ، چې دی چمتو دی چې په کابل، لوی کندهار او يا لوی ننګرهار کې دفتر ورکړي او ساتنه يې وکړي
ولسمشر ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال وويل چې د شینوارو لویې ولسوالۍ ته يې هدف هم دا و چې د داعش پر ضد د دې سیمې او امنيتي ځواکونو څخه مننه او ستاینه وکړي.
درانګه ولسمشر په خپلو خبرو کې د شینوارو ولسوونو سره ژمنه وکړه چې د خلکو ړنګې شوې ودانۍ به ورته جوړې کړي.
غني  وویلي چې د شينوارو ولسوالۍ څخه د افغانستان ټولو خلکو ته مبارکي وايم، چې په دې سيمو کې توره شپه چې د رڼا کېدو اټکل يې نه کيده رڼا شوه او خلک اوس کولای شي چې  د شينوارو ولسواليو څخه ليدنې او تګ راتګ وکړي. 
ولسمشر غني سره په دې سفر کې د مشرانو جرګې رئیس ، ملي امنيت سلاکار ، ملي امنيت عمومي رئيس ، د کابينې يو شمېر غړو، د ولسمشر سلاکارانو، د دفاعي او امنيتي ځواکونو مسئولينو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته