پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې سړکونو دپخولوچاري پیل شوي
نیټه: Sun, 10 Feb 2019 13:32:07 +0000

 

دجلال اباد ښار اومي ناحيه کې د ولسي تړون پروګرام له لورې د څه باندي شپږ میلونه افغانیو په ارزښت ویالو او سړکونو د پخولو چارې پیل شوي 
له دې پروژې چې څه باندي دوه سوه کورنۍ به تري ګټه اخلي مسؤلین وايي خلک دې ددې د پروژو په ساتنه او نظارت کې له دوی سره همکاري وکړي 
بل خوا هغه کورنۍ چې له دې پروژو په مستقیم ډول ګټه پورته کوي ژمنه کوي چې له دې پروژو به ساتنه او نظارت کوي 
 
د جلال اباد ښار والۍ اړوند اومي ناحیه کې دولسي تړون پرواګرام له خوا د څه باندې شپږ میلونه افغانیو په ارزښت دویالو او سړکونو جوړولو چارې پیل شوې .
دولسي تړون پرواګرم مسؤلین وايي ددې پروژي دټول لګښت پنځه ویشت سلنه يې ولسی خلک او پاتې يې د افغان حکومت له پراختیايي بودیجي ورکول کيږي چې د شپږو میاشتو په موده کې به يې چاري بشپړشي .
 مسؤلین وايي له دې پروژو څه باندې دوه سوه کورنۍ په مستقیم او غیري مستقیم ډول ګټه پورته کوي او دسیمي له اوسیدونکو غواړي چې د پروژی په ښه تطبیق ،ساتنه او نظارت کي دي له دوی سره همکاري وکړي. 
بل خوا ځايي خلک خوښ دي چې په سیمه کې يې د رغوني چارې پیل شوي او ژمنه کوي چې د پیل شوې پروژي په تطبیق کي به همکاري کوي.
تردې وړاندې هم د ولسي تړون پروګرام دجلال اباد ښار په بېلابېلو ناحيو کې د خلکو په خوښه دا ډول پروژي تطبیق کړي چې ځينې يې اغیزمني دي خو له دځينو په تطبیق يې خلک شکایتونه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته