پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

تخارکې ۲۵ دولت ضد وسله والوته مرګ ژوبله اوښتې
نیټه: Mon, 11 Feb 2019 13:14:05 +0000

 

په تخار کې نظامي چارواکي وايي چې ددې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د عملیات پر مهال ۲۵ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتي.
نظامي چارواکي وايي چې دا عملیات یې د یکشنبې په ورځ پیل کړي چې هوايي ځواکونه هم ورسره عملیاتو کې برخه لري.
د چارواکو په وینا هغه سیمې چې د عملیاتو پرمهال د  وسله والو له شتون څخه پاکیږي نو سیمه ایز ځواک به په کې ځای پر ځای شي
امنيتي مسوولين وايي چې په تخار کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې ۲۵ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي.
امنيتي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهيسې د تخار په خواجه غار، خواجه بهاءالدين، ينګي کلا او دشت کلا ولسواليو کې عمليات پيل کړي دي.
د شلمۍ پامیر فرقي قوماندان حیات الله اقتاش وايي وايي  چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ١٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دغو عملياتو کې تر اوسه امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او عمليات دوام لري.
اقتاش وايي په دې عملیاتو کې یې ورسره هوايي ځواک هم ملتیا لري او هغه سیمې چې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکیږي په کې به  سیمه ایز ځواکونه ځای پر ځاي کړی. 
بل لور ته طالبان هم دغه عمليات تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې پرون ناوخته په خواجه غار ولسوالۍ کې طالبانو د حکومتي ځواکونو پر عملياتي کتار بريد کړى او يو ټانګ يې پر ماين الوځولى دى.
ده وويل چې په دې پېښه کې لس حکومتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته