پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پشه یان: په سېمو کې يې داعش ‎ډلي تازه تحرکات پیل کړي
نیټه: Tue, 12 Feb 2019 13:29:45 +0000

 


د حضرت علي په مشري ختیځ میشتي پشه یان وایي په سېمو کې يې داعش ‎ډلي تازه تحرکات پیل کړي.
 غونډي ته وینالو په خپلو خبرو کې په پشه یې میشتو سیمو کې د داعش ډلي له تحرکاتو اندیښنه وښوده او له حکومت یې غوښتنه دا وه چې پشه یې قوم دی د شینوارو له برخلیک سره نه مخ کوي او په لومړیو کې دي دا ډله وځپي.
 دوی وایي د سولې له هغو خبرو ملاتړ کوي چې ټولي وسله والي ډلي په کې سولې ته حاضر شي خو هغه سوله ورته د منلو وړنده چې له طالبانو سره په کې خبرې وشي او داعش ډله دې دحکومت ضد جنګيږي 
 دپشه یی قوم مشران وایي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به له هغه چا ملاتړ وکړي چې په خپل حکومت کې پشه یي قوم ته امتیازات ورکړي
 حضرت علي دې غوندې ته په وینا کې وویل چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې له ډاکټر عبدالله عبدالله نه ملاتړ کړی وو خو دا چې ولي یې له ولس نه دفاع ونشوه کړای دی يې هم په لامل نه پوهيږي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته