پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ملا برادر د سولې روانو خبرو ته هيله مندي ښودلې
نیټه: Thu, 14 Mar 2019 12:02:32 +0000

 

د طالبانو مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له امريکايي لوري سره د سولې روانو خبرو اترو ته هيله مندي ښودلې ده.
نوموړي دا څرګندونې د طالبانو له مطبوعاتي دفتر سره په يوه غږيزه مرکه کې کړې ده چې د دې ډلې د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا رسنيو ته استول شوې ده.
ملا برادر وايي چې په قطر کې له امريکا سره په پنځم پړاو کې پرمختګ شوى، خو دا هم يې په ډاګه کړه چې طالبان له خپل پخواني دريځه نه دي تېر شوي.
خو د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې په خبرو کې طالبانو ورسره په اصولو کې پر څلورو موضوعاتو موافقه کړې ده.
دوى زياته کړې ده چې په پنځم پړاو خبرو کې د ځواکونو پر وتلو او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې هوکړه شوې، په راتلونکو خبرو کې په پر بين الافغاني مذاکراتو او اوربند خبرې کېږي.
د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر هيله څرګنده کړې ده چې په راتلونکو خبرو اترو کې يوې حل لارې ته سره ورسېږي.
ملا برادر د طالبانو د مرکچي پلاوي ستاينه کړې چې ټول ښه وړتيا لري او د ډلې مشران پرې باوري دي.
د هغه په وينا، که چېرې هېوادونه له راتلونکي نظام سره اړيکې لرل غوښتل، دوى به هم د متقابل احترام په صورت کې ورسره اړيکې ولري.
ملا برادر زياته کړې چې تر اوسه هېڅ ګاونډي هېواد ته د طالبانو له خوا زيان نه دى رسېدلى او له دې وروسته به هم نه رسېږي.
د طالبانو مرستيال وايي چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه کارول کېږي او نه به بل چا ته د دغه کار اجازه ورکوي.
د يادونې ده، په پاکستان کې له بنده تر ازادېدو او د قطر دفتر د مشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د ملا برادر دا لومړۍ مرکه ده.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته