پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار قومي مخورو د سولې له روانو هڅو ملاتړ او ستاینه وکړه
نیټه: Thu, 14 Mar 2019 12:33:14 +0000

 

قومي مخور وايي د جګړي ښکیلي خواوې دې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې  سره موافقي ته ورسيږي. 
 ننګرهار کې د بېلابېلو قومونو د افغان سولې له روان بهیر او امنیتي ځواکونو په ملاتړ راټول شوي. 
دوی وايي له جګړو ستړي شوې او له ښکیلو خواو غواړي چې د بین الافغاني خبرو له لارې دې سره یوې موافقي ته ورسيږي. 
دا غونډه چې د سرحدونو او قبایلو وزارت له خوا جوړه شوي په کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ معین هم د امنیتي ځواکونو او د سولي له روانو هڅو ملاتړ وکړ او ژمنه يې وکړه چې د قومي مخورو د بین الافغاني مذاکرتو غوښتنه به د مرکزي حکومت سره شریکوي 
احمدزي  په دوحه کې د طالب استازو او امریکا دبهرنیو چارو وزارت دځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ دخبرو دپنځم پړاو تر بشپړېدو وروسته د دواړو لورو  کړې څرګندونې هم  هیله بخښونکي وبللي.
دلته دنشه يې توکو په مخنوي،د کانونو د غیري قانوني استخراج په مخنوي او د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په مخنيوي هم خبرې وشوې او له حکومتي مسؤلینو وغوښتل شول چې دې برخې ته خپل پام ډېر کړي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته