پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دوو امریکايي سناتورانو ولسمشرغني سره لیدلي
نیټه: Sun, 14 Apr 2019 10:34:46 +0000

 

د امریکا دوو سناتورانو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي دی.
د ارګ د ټویټر په اساس د امریکا د سنا غړیو هر یو سناتور چک ریډ او سناتور شاهین د شنبې په ورځ د ولسمشر غني سره ولیدل او د سولې په روان بهیر، د دولتي اصلاحاتو راروانو انتخاباتو په شمول ګڼو مسایلو یې سره خبرې وکړې.
د افغانستان په سفر تللو امریکايي سناتورانو د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو لپاره د امریکا د ملاتړ ژمنه تکرار کړې او د سولې د یو داسې بهیر د ملاتړ ژمنه یې هم کړی ده چې افغانان پکې د خپل برخلیک اختیار ولري او د افغان مېرمنو حقوق پکې خوندي وي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې  غني د راغلو مېلمنو د راتګ او ژمنو مننه وکړه او د امریکا او د افغانستان ترمنځ د دوامدارې همکارۍ لپاره ېې د امریکا د ولس نه هم مننه وکړه.
امریکايي سناتوران پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د افغان سولې په اړه امریکا او افغان حکومت تر بل هر وخت هڅې تېزي کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته