پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خوږیاڼوکې دملکیانو پرموټوچادنې ۶ تنه مړه او ټپیان کړې
نیټه: Sun, 14 Apr 2019 10:50:44 +0000

 

 د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي ویلي ، چاودنه پرون له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د بام راغه په سيمه کې د ملکي خلکو پر موټر شوې ده.
دی زياتوي، په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي.
بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رياست يوې سرچينې ویلي چې په ټپيانو کې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته