پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ښوونځي نشتوالي له امله لا هم د ننګرهار ځينې ماشومان زده کړو ته له کرښې اوړي
نیټه:

 

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ يو شمېر ماشومان لا هم د دوی په سيمه کې د ښوونځي د نشتوالي له امله د ډيورنډ له کرښې اوړي او تر پاکستاني نظام لاندې زده کړې کوي.
دغه زده کوونکي د هيواد د نورو سيمو له زده کوونکو خلاف نارنجي رنګه لباسونه اغوندي او هره ورځ ساعتونه ساعتونه ښوونځي ته د تګ لپاره مزل کوي.
دغه زده کوونکي وايي چې له کرښې هغې غاړې د اردو ژبې په یو ښوونځې کې زده کړي 
دوی وايي له خپل تاريخ نا خبره دی او په اردو ژبه د پاکستاني تاريخ زده کړه کوي.
له دوی ځینې بیا وايي په سیمه کې یې ښوونځی شته خو د مسلکي استادانو ، تدریسي وسایلو او کتابونه نشتون اړه کړي چې د پولي هغې غاړې زده کړي وکړي.
بلخوا د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې هلته په سيمه کې يو ښوونځی جوړ شوی او يو بل تر کار لاندې دی.
د پوهنې رياست مطبوعاتي مسول محمد اصف شينواري له کرښې څخه د زده کوونکو اوښتو لويه ستونزه دا ده چې هلته د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکي له کرښې هغې غاړې کاروبار لري؛ نو خپل اولادونه له ځانه سره وړي نيمه ورځ پرې زده کړې کوي او نيمه ورځ پرې همالته کار کوي.
دی وايي، د ستونزې د حل لپاره يو ښوونځی جوړ شوی او يو بل تر کار لاندې دی چې هغه په صفري نقطه کې او د هغو زده کوونکو ستونزه به هم حل کړي چې د کورنۍ مشران يې له کرښې هاخوا کاروبار لري.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته