پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د پکتيا والي: د طالبانو په ليکو کې بهرني جنګيالي جګړه کوي
نیټه: Sun, 14 Apr 2019 12:04:55 +0000

 

د پکتيا ولايتي چارواکي ادعا کوي چې د بهرني تمويل او تجهيز سربېره د وسله والو طالبانو په ليکو کې بهرني جنګيالي مخامخ په جګړه کې برخه اخلي. 
د دې ولايت والي او د سولې د مذاکراتي ټيم غړی شميم خان کټوازی وايي چې د هوا له ګرمېدو او له ګاونډي پاکستان څخه د وسله والو طالبانو له راګرځېدو سره سم د دوی په ليکو کې بهرني جنيګالي هم فعاله شوي دي. 
کټوازي ویلي چې د ځينو ولسواليو څخه ورته د رسېدلو کشفي مالوماتو او مخابراتي غږونو څخه ښکاري چې ياد کسان عرب او پنجابيان دي، چې تېره ورځ ورته د ځاځي اريوب ولسوالي په خير مېنه سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې تلفات هم اوښتي دي. 
نوموړی زياتوي چې په دې جنګياليو کې له القاعده شبکې سره تړاو لرونکي وسله وال هم شته، چې د وسله والو طالبانو له هغې ادعا سره په ټکر کې ده چې وايي له بهرنيو ترهګرو ډلو سره اړيکې نلري.
شميم خان کټوازي وايي  چې د ځينو نورو ولايتونو په څېر په پکتيا کې هم د وسله والو طالبانو لخوا جګړه پيل شوې، خو په خبره يې د مخکنيو امنيتي تدابيرو په مټ تر اوسه دوی په جګړه کې برلاسي دي. 
کټوازی وايي چې تېره ورځ د ځاځي اريوب ولسوالي په خيرمېنه سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والوطالبانو تر منځ وسله واله نښته شوې چې په پايله کې يې ياد شوی بهرنی وګړی هم له څو نورو جنګياليو سره وژل شوی دی.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دوی په ليکو کې د بهرنيو جنګياليو شتون ردوي او وايي چې د کوم وسله وال جنګيالي مړی نشي ثابتولی چې هغه بهرنی دی. 
نوموړي د ځاځي اريوب ولسوالي په جګړه کې امنيتي ځواکونو ته د تلفاتو اړولو ادعا هم کوي، چې امنيتي چارواکي يې نه مني. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته