پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خلیلزاد: د مرګ ژوبلې د مخنیوي چټکه او مهمه لار اوربند کول دی
نیټه: Mon, 15 Apr 2019 10:25:12 +0000

 

د افغان سولې لپاره د امريکا استازی زلمى خليلزاد وايي چې د روان تاوتريخوالي او مرګ ژوبلې د مخنيوي تر ټولو مهمه او چټکه لار پر اور بند موافقه کول دي.
هغه زياته کړې چې د روان تاوتريخوالي او مرګ ژوبلې د مخنيوي تر ټولو مهمه لار پر اوربند موافقه کول دي.
افغان سولې لپاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد وايي طالبان د تاوتريخوالي کمېدا په برخه کې نه همکارۍ سره د  وژنو لړۍ اوږدوي 
هغه د خپلو ټويټونو په يوه تازه لړۍ کې دا خبره کړي او د طالبانو له مشرتابه يې غوښتي چې خپلو استازو ته د اوربند په اړه د خبرو اجازه ورکړي.
زلمى خليلزاد وايي امريکا پر افغانستان 'جگړه نه ده تپلې' بلکې دغه هېواد له لسيزو راهيسې په جگړه کې دى او ځينې مهال افغانان په خپلو کې سره جنگېدلي.
وروسته له هغه چې خليلزاد او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قومندان جنرال مېلر د 'الفتح' په نامه د دغه غورځنگ د پسرلنيو عملياتو اعلان وغانده، نو طالبانو دوى دواړو ته په ځواب کې ويلي و چې گواکې جگړه پر دوى تپل شوې ده.
خليلزاد په خپل پيغام کې پر اوربند ټينگار کوي او وايي لسگونه زره افغانان وژل شوي او د افغانستان خلک د جگړې د يوۀ بل موسم پر ځاى د پرمختگ نوې لار غواړي.
که څه هم زلمي خلیل‌زاد د طالبانو سره په دوحه کې د مخامخ خبرو د پیل د وخت په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، نن به په قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ بل پړاو خبرې اترې پیل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته