پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په خوست کې د واده مراسمو په ډزو کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۳ ټپیان
نیټه: Mon, 15 Apr 2019 11:03:07 +0000

 

خوست ولايت کې يوه تن د واده مراسمو پر ګډون کوونکو ډزې کړې چې په نتیجه کې يي پنځه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د خوست ولايتي چارواکو په وينا تېره شپه د دغه ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د بريد په ترڅ کې درې تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
د تڼيو ولسوال زمري حقمل رسنیو ته ویلي ، چې دغه پېښه د درګي په سيمه کې داسې مهال شوې، چې يو کس د نشې په حالت کې د واده پر ګډونوالو د کلاشينکوف ډزې وکړې.
خو د سيمې اوسیدونکی وايي  چې د وژل شويو کسانو شمېر پنځه تنه دی.
دوی وايي  داسې نه ښکاري چې د دې بريد ترشاه دې د دولت د کومې وسله والې مخالفې ډلې لاس وي، ځکه د دوی  په وينا د پېښې اکثريت قربانيان د بريد کوونکي د نږدې خپلوانو له جملې څخه دي.
په افغانستان کې د خوښیو د مراسمو پر مهال ډزو کې تر دې مخکې هم ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده چې د یو شمېر ولایتونو ځايي چارواکو د ودونو او خوښیو نورو مراسمو پر مهال پر ډزو بندیز لګولی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته