پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان حکومت: هند ته چین د فضا له لارې افغان پروازونو ته هڅې پيل شوې
نیټه: Mon, 15 Apr 2019 12:02:06 +0000

 

افغان حکومت وايي، هڅه کوي چې د چین له لارې هند ته هوايي دهلېز پرانیزي.
په داسې حال کې چې هند ته د پاکستان د هوايي فضا له تړلو نږدې دوه میاشتې تېرېږي، د افغانستان د هوايي چلند ملکي اداره وايي، هڅه کوي چې هند ته د خپلو پروازونو په خاطر د چین د فضا له لارې یو هوايي دهلېز پرانیزي.
د دغې ادارې ویاند محمد قاسم رحیمي  وویل، هند ته د چین د فضا له لارې افغان پروازونو ته د اسانتیاوو د برابرولو په هدف تخنیکي څېړنې پیل شوې دي.
د پاکستان پر فضا له کابله تر ډېلي او له ډېلي تر کابله پر پروازونو هغه مهال بندیز ولګېد، کله چې نږدې دوه میاشتې مخکې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پلوامه سیمه کې پر هندي پوځیانو له خونړي برید وروسته هندي هوايي ځواکونو د پاکستان په یو شمېر سیمو هوايي حملې وکړې.
دغو نښتو د دواړو هېوادونو ترمنځ ژور کړکېچ رامنځته او پاکستان پر خپلې فضا د کابل او ډېلي ترمنځ پر پروازونو بندیز ولګاوه.
د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، د پاکستان وروستۍ ژمنه دا ده چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۴مه به افغان الوتکو ته د خپلې فضا له لارې اجازه ورکړي چې هند ته پروازونه وکړي.
د افغانستان د هوايي چلند د ملکي ادارې د ویاند په خبره، پاکستان له هند سره تر نښتې وروسته د سیمې د ټولو هېوادونو پر هغو پروازونو بندیزونه لګولي چې هند ته کېږي.
دی وايي، که چېرې ولیدل شي چې دغه بندیز یوازې پر افغان پروازونو لګول شوی، پر وړاندې به‌یې د ورته عمل په کولو فکر وشي.
افغانان وايي، د پاکستان دغو بندیزونو سوداګر او ناروغان له ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان د هوايي شرکتونو د ټولنې رئيس فرید پیکان بیا ازادي راډیو ته وویل، پاکستان په نږدې دوو میاشتو کې د افغان پروازونو پر مخ د خپلې فضا د خلاصېدو په اړه تر اوسه درې ځلې ژمنې کړي، خو عملي کړي یې نه‌دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، هند ته د افغانستان د صادراتو او وارداتو تر ټولو لنډه او ارزانه لاره د پاکستان فضا ده، دی هیله ښيي چې دغې ستونزې ته ډېر ژر د حل لار وموندل شي.
د یادولو وړ ده چې اوس‌مهال هندوستان ته افغانستان خپل هوايي پروازونه د ایران له لارې ترسره کوي چې له امله‌يې د خدماتو قیمتونه لوړ شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته