پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله عبدالله: د سولې په خبرو کې باید پر پاکستان فشارونه زیات شي
نیټه: Mon, 15 Apr 2019 12:27:24 +0000

 

 

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې له امریکایي سناتورانو سره په لیدنه کې ویلي چې د سولې پر وړاندې تر ټولو جدي خنډ طالبان دي. 
له اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا څرګندونې دوشنبه په سپیدار ماڼۍ کې افغانستان ته له راغلیو امریکایي سناتورانو سره په لیدنه کې کړې دي. 
د سرچینې په خبره عبدالله په دې لیدنه کې د افغانستان او سیمي د روان وضعیت په اړه له یادو سناتورانو سره غږېدلی دی او ویلي یې دي چې ټاکنې د افغانستان د راتلونکې لپاره خورا مهمې دي او دغه راز د دې ټاکنو پر روڼوالي یې ټینګار کړی دی.
 عبدالله د سولې په برخه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هڅو د مننې ترڅنګ ویلي چې په دې برخه کې ټولې هڅې باید سره منسجمې او یو ځای کړل شي. ن
نوموړي د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان ته په اشارې زیاته کړې چې تر اوسه د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ طالبان دي او دوی لا هم نه پوهېږي چې طالبان سولې ته جدي اراده لري او کنه خو په خبره یې هغوی له دې پروسې د ابزارو په توګه کار اخلي. 
عبدالله دغه راز پر پاکستان د فشارونو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هغوی تر اوسه په دې برخه کې، څنګه چې لازمه ده هغسې همکاري يې نه دي کړې.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته