پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارۍ میرمني د نوم ليکني په پروسه کې اسانتیاوې غواړي
نیټه: Mon, 10 Jun 2019 11:15:10 +0000

 

ننګرهارۍ میرمني وايي په ټاکنو کې يې ګډون د هیواد او ځان لپاره برخلیک ټاکونکی دی نو ځکه خو په دې پروسه کې له نارینه و ترڅنګ ښځينه هم برخه اخلي. 
ښځينه وايي  په ټاکنو کې په برخه اخیستو سره  کولی شي چې یو داسې ولسمشر وټاکي چې په خپله پنځه کلنه دوره کې د ښځينه و غوښتني په پام  کې ونیسي .
دوی د ټاکنو کمیسیون له چارواکو غواړي چې د نوملیکني ترڅنګ دې د ټاکنو د ورځي لپاره هم چمتوالی ونیسي چې د پارلماني ټاکنو د تېروتنو په تکرار په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښځينه وګډون زیانمن نشي.
د ننګرهار دټاکنو کمیسېون چارواکي بیا وايي چې په ټاکنو کې يې ښځینه و ته د پراخ ګډون لپاره دنوم ليکني په پروسه کې  د اړتیا وړ اسانتیاوي برابري کړي  چې له امله به يې د نوم ليکني په تقویتي پروسه کې د ښځو ونډه ډېره وي. 
بل خوا دښځو چارو ریاست چارواکي وايي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې يې د ښځينه و د ګډون لپاره دټاکنو کمیسېون سره چارواکو سره همکاري کوي او دعامه پوهاوې ترڅنګ يې له سلو ډيري میرمني په ښار او ولسوالیو کې دښځينه تالاشئ لپاره امنیه قومندانۍ ته ورمعرفي کړي چې د نوم ليکني او دټاکنو په ورځ به دښځينه تالاشئ دنده پرمخ وړي. 
دتیري شنبې په ورځ دننګرهار په ګډون د هیواد په اکثره ولایتونو کي په ولسمشریزو ټاکنو کې دګډون لپاره دنوم ليکني تقویتي پروسه پیل شوه او ټاکل شوي چي د میزان دمیاشتي په شپږمه نیټه به ولسمشریزي ټاکني ترسره شي چي د ټاکنو کمیسون چارواکوهم د شفافو ټاکنو د ترسراوي لپاره دچمتوالي ډاډ ورکړی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته