پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د جرمني ځانګړی استازی: د بين‌الافغاني غونډې بله مرحله به له لاسته راوړنو ډکه وي
نیټه: Thu, 11 Jul 2019 11:31:04 +0000

 

 د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکوس پوتزل په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست وزير صلاح الدين رباني سره په لیدنه کي ویلي چي د بين‌الافغاني غونډې بله مرحله به هر اړخېزه او له لاسته راوړنو ډکه وي 
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړى استازى وايي، په قطر کې «بين‌الافغاني» غونډه د ښکېلو لوريو ترمنځ د اعتماد جوړونې یوه  مرحله وه.
د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي چې  پوتزل بين الافغاني غونډه چې په دوحه کې د جرمني او قطر په کوربه‌توب وشوه، د قناعت وړ وبلله.
دغه غونډه تېره يکشنبه او دوشنبه وشوه چې په اتو مادو کې د يوه ګډ پرېکړه‌ليک په خپرولو سره پاى ته ورسېده.
په غونډه کې د طالبانو ۱۷ استازو او له کابله یو ۵۳ کسیز پلاوي ګډون کړی و چې حکومتي چارواکي، د ملي شورا او مدني ټولنو ځینې غړي، سياستوال، د رسنیو استازي او ځينې ښځينه فعالانې په کې شامل وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته