پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د وسله والو په ګډون ۱۶ تنه نيول شوي
نیټه: Thu, 11 Jul 2019 12:14:03 +0000

 

د ننګرهار چارواکي وايي د ملي امنیت ځواکونو په تېره يوه اونې کې د داعېش او طالب جنګیاليو په ګډون په بیلابیلو جرمونو تورن ۱۶ تنه نیولي دي .
د چارواکو په خبره په ترسره شويو عملیاتو کې   شل بمونه ، کلاشنکوفونه ، راکټونه او يو شمیر چاودیدونکي توکي او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وايي په نیول شو کسانو کې دری داعېش جنګیالي ، نهه طالبان يو تهدیدونکي ، يو قاتل ، يو فریب کار او دوه د دولت له نامه ناوړه استفاده کوونکي شامل دي.
د نوموړي په خبره د نیول شو کسانو سره ۲۰ کړۍ بیلابیل ډول بمونه ، اته میله کلاشنکوف ، دوه میله راکټ ، یو تفانچه ، يو میل ۳۰۳ بر ، دوه دوربینونه ، يولس دانې د کلاشنکوف شاجورونه ،يو ریکشا او يو عراده سراچه موټر او ګڼ شمیر مهمات او چاویدونکي توکي هم نیول شوي دي.
د ملي امنیت د ادارې د معلوماتو له مخې ياد کسان د ننګرهار په غني خیلو ، سره رود ، خوګیاڼو او جلال اباد ښار کې نیول شوي چې په خپلو جرمونو يي اعترافات هم کړي .
دا په داسې حال کې ده چې په جلال اباد ښار کې په دې وروستیو کې هدفي وژني او امنیتي پېښې زیاتي شوي او ځايی خلک يي انديښمن کړي.
 خو ځای مسولین بيا وايي په ولسوالیو کې يي په دولت ضد وسله والو حلقه راتنګه کړي او پرضد يي جګړیز عملیاتونه پیل کړي نو ځکه وخت ناوخت غلچکي بریدونه ترسره کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته