پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په افغانستان کې روانه مياشت لسګونه ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتي
نیټه: Thu, 11 Jul 2019 13:42:17 +0000

 

په افغانستان کې د ملکې وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي  په تېرو لسو ورځو کې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۴۵۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ډلې مشر عزیز احمد تسل ويلي چې په‌دې کې ۸۰ تنه ولسي کسان وژل شوي او دښځو او ماشومانو په ګډون له ۳۰۰ ډېر ټپيان دي .
تسل وايي، دا مرګ ژوبله تر ډېره د وسله‌والو طالبانو د بمي چاودنو او افغان ځواکونو د هوايي حملو او شپنیوعملیاتو له امله رامنځته شوي دي.
د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه په‌داسې حال کې اندېښنې زیاتېږي چې د افغانستان د روانې جګړې د حل لپاره له وسله‌والو طالبانو سره د سولې پر موافقې د سلا کېدو هڅې چټکې شوي دي.
دی غوښتنه کوي چې د جګړې ښکېل اړخونه دې نړیوالو کنوانسیونونو او اعلامیو ته پاملرنه وکړي او د ملکي مرګ ژوبلې مخه دې ونیسي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته