پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دافغانستان په زندانونو کې ۱۷۰۰ نظاميان بنديان دي
نیټه: Thu, 08 Aug 2019 13:56:52 +0000

 

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، چې د یوې نوې څیړنې له مخې نږدې ۱۷۰۰ افغان نظامیان په زندانونو کې دي.
د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي د پنجشنبې په ورځ اګست ۸ مې ( زمري ۱۷ مې) خبریالانو ته وه ویل، چې په دغه بندیانو کې ۹۴۵ ملي پولیس، ۴۵۵ د اردو منسوبین، ۸۳ د ملي امنیت کارکونکي او ۱۱۲ د عامه نظم، سرحدي او محلي پولیس شامل دي.
هغه وویل وژنې، ناوړه ګټې اخیستنې،وهل ډبول، هغه جرمونه چې د دوې دندې پورې اړوند وه، ټپي کول، غلا، چل او فریب هغه جرمونه وه، چې دوې د دندې یا وروسته له دندې ترسره کړي دي.
خو د رسولي پر وینا لویه څارنوالي غواړي، چې ۲۸ د زمري، د افغانستان د خپلواکۍ د ورزې په مناسبت، یو شمیر دغه زنداني نظامیان آزاد کړي.
دغه بنسټ وایي، چې د یادو زندانیانو د خوشې کولو غوښتنلیک یې جمهوري ریاست ته لیږلی دی.د لویې څارنوالۍ ویاند وایي، هیله لري، چې جمهور رئیس د حدا قل زر تنو زندانیانو د خلاصیدو فرمان صادر کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته