پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې له ټانکو وروسته پیلېږي
نیټه: Wed, 14 Aug 2019 13:39:58 +0000

 

محمد سرور دانش، وايي، چې په دوحه کې د امریکا او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ خبرې بشپړې شوي او ټاکل شوې، چې د طالبانو او افغان دولت د استازو ترمنځ به هم خبرې د روان لمریز کال د تلې د شپږمې د جمهوري ریاست د ټاکنو وروسته بیا پیل شي.
په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې شپږمه ورځ په پام کې نیول شوې ده.
دانش، چې پخپله هم د تلې د شپږمې ورځې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې بیا د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د دوهم مرستیال څوکۍ لپاره نوماند دی،
دانش په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې امریکا او طالبانو ترمنځ په شوو خبرو کې یوازې د دغو دوو خواو ترمنځ پر اړوند مسلو خبرې شوي دي.
دانش دا څرګندونې پر داسې حال کې کړي، چې تازه د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کې د خبرو اتم پړاو بشپړ شوی دی.
که څه هم دانش د طالبانو سره د "بیا خبرو" یادونه کړې، خو تراوسه وسله والو طالبانو د افغان حکومت استازو سره مخامخ خبرې نه دي کړي.
د سرور دانش د د دغو څرګندونو وړاندې تیره ورځ جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د یوې اعلامیې د جزئیاتو په اړه د افغان امنیتي ځواکونو د منسوبینو یوې غوندې ته په وینا کې معلومات ورکړل.
غني وویل، چې افغانستان اسلامي دولت به خپلو نړیوالو شریکانو سره ګډ کار ته دوام ورکړي او نړیواله ټولنه به هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل ته دوام ورکړي.
غني وویل چې د سولې په تړونونو کې د افغانستان " دولت د ټولو افغانانو د مشروع او رسمي دولت " او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه " د نړیوالې ټولنې د اصلي شریک" په توګه په رسمیت پېژندل کیږي.
خو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمهور رئیس محمد اشرف غني د تیرې ورځې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې داسې ښکاري، چې افغان حکومت د دوحه د خبرو له روان بهیر څخه هیڅ خبر نه دی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته