پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د هېواد په کچه لوړ بېرغ به په جلال اباد ښار پورته شي
نیټه: Wed, 14 Aug 2019 13:46:07 +0000

 

 د هېواد په کچه لومړی خو د اسیا په کچه دوهم لوی بیرغ به د همدې کوچنیو بیرغونو ترڅنګ د هېواد دخپلواکۍ په ورځ جلا ل اباد کې پورته کېږي .
چارواکې وايې پدې بیرغ شاوخوا اوه مېلونه افغانۍ لګښت راغلی او د پنځه څلوېښت مېترو په طول او د پنځه دېرشت مېترو په عرض جوړ شوی چې دجلال اباد د تر ټولو په دې لوړه برخه کې به د سل مېترو په فلزي پایې پورته کېږي .
ددې چارواکې په وینا چې یاد بېرغ به د لوړوالي له امله دختیځو ولایتونوسربېره دکوزي پښتونخوا له ځینو سیمو هم دليدو وړ وي او ګڼ سیالانیان به یې له بېلابېلو سيمو ليدو ته راځې 
ننګرهاریان یې هم ليدو ته دانتظار شیبي شمېري 
دوي وایې د هغي ورځې په انتظار دې چې دهېواد ویاړلی ملي بیرغ د ننګرهار له بېلابېلو سیمو ننداره کړي. 
ننګرهار کې د دې لوي بیرغ د پورته کيدو تابیا په داسې حال کې ده چې سږ کال د لومړي ځل لپار د هېواد ولسمشر د اسد اوومه دبیرغ ملي ورځ  نومولي او له دې وروسته به هر کال دا ورځ دهېواد په کچه نمانځل کېږي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته