پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

رسنۍ: طالبانو د سولې هوکړې لپاره د امریکا شرطونه نه منل
نیټه: Mon, 09 Sep 2019 12:09:27 +0000

 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینو چارواکو له قوله لیکلي له طالبانو سره خبرې په کابل کې د وروستي برید له امله نه بلکې تر ډېره له دې امله په ټپه ودرول شوې چې طالبانو د سولې هوکړې لپاره د امریکا شرطونه نه منل او بل دلیل په کمپ ډېوېډ کې په بیړه د غونډې تابیا نیول و.
نیویارک ټایمز د طالبانو د یوه مشر له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی لیکلي که ټرمپ او حکومت یې په دې تمه وي چې په واشنګټن یا بل کوم ځای کې به له حکومت سره د طالبانو جوړه وشي نو دا ممکنه نه ده ځکه طالبان افغان حکومت نه مني.
ورځپاڼه لیکي ولسمشر اشرف غني د کمپ ډېوېډ خطرناکه غونډه کې ګډون په دې هیله منلی و چې روان حالت پای ته ورسیږي.
 د غني یوه سلاکار ورځپاڼې ته ویلي په دې غونډه کې ګډون قیمار ته ورته یو کار و، ان د هغه نږدې سلاکاران نه پوهیدل چې هلته به څه پیښیږي
دغه سلاکار ویلي  ولسمشر غني په ډیر سخت موقف کې و خو په ګډون سره یې ډیر څه له لاسه نه ورکول او نه ګډون به یې دی د سولې مخالف معرفي کړی و.
دغه راز ولسمشر غني د طالب زندانیانو له خوشې کولو سره په دې شرط موافقه کوله چې طالبان اوربند اعلان کړي.
ورځپاڼه لیکي د غونډې د ارزښت د یوه دلیل په توګه امریکایي لوري پر هغه دریځ سترګې پټې کړې چې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په اړه یې درلود او ولسمشر غني وکولی شول دوی قانع کړي چې محب هم دې غونډه کې برخه واخلي.
له محب سره وروسته امریکايي چارواکو رسمي لیدنې وځنډولې چې هغه له طالبانو سره په روانو خبرو امریکا ته د سفر پرمهال سختې نیوکې وکړې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته