پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ډاکټرانوماتم او کار بندیز اعلان کړی
نیټه: Tue, 10 Sep 2019 11:21:37 +0000

 

دلته ګڼ روغتیاپالان ، د نوروز شینواري خپلوان او دوستان د نوروز شینواري په ویر سره راټول شوي او د نوروز شینواري نشتون د هيواد اوسيمي په کچه يوه لویه ضایعه بولي.
 نوروز شینواري د شینوارو د هسکې مینې ولسوالۍ اوسیدونکي وو، چې په روغتیايي برخه کې لوړي زده کړي کړي وي او دمګړۍ په دغه ولایت کې د هډوکو په برخه کې پرې حساب کیده .
نوموړي تېره شپه د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې په يوې بمې چاودنه کې خپل ژوند بایلود .
په روغتیاپالانو چاودنې ، د هغوې د کورنۍ د غړو تښتونې او ګڼ شمیر نورې امنیتي ستونزې هغه څه دې چي روغتیاپالان وايي د حکومت په اډانه کې يو شمیر کړۍ ترسره کوي.
په همدې حال کې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند مبارز اتل وايي په وسله والو ډلو يي حلقه راتنګ کړي ځکه دا ډول غلچکې بریدونه ترسره کوي.
 دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندي هم په ننګرهار کې روغتیاپالانو د دوي پروړاندي د پرتو امنیتي ستونزو له امله څو څو ځله کاربندیز کړي وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته