پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې هدفي وژنو یو ځل بيا زور اخيستې
نیټه: Wed, 11 Sep 2019 10:33:34 +0000

 

د ننګرهار چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې ناپېژاندو وسله والو په دوو جلا پېښو کې د ملي امنيت د يوه کارمند په ګډون درېيو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د چارواکو په وینا لومړۍ پيښه دجلال ښار دوهم ناحیه کې دسپين غر سینما ته شاته رامنځته شوي چې دملي امنیت یو تن کارمند  وژل شوی.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل وویل، نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۴۰ دقیقې د جلال اباد ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د ملي امنیت کارمند نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی دی او برید کوونکی له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
دوهم پېښه هم دجلال اباد ښار دوهمي نا حیې اړوند دچپرهار هډۍ په سیمه کې رامنځ ته شوي په دې پيښه کې هم نامعلومه وسله والو دوه تنه عظيم خان اوپاچاخان چې د پچېر اګام ولسوالۍ اوسيدونکې دي په ډزو ویشتل شوی چې یو تن یې وژل شوی او بل یې ټپي حالات کې روغتون ور وړل شوی.
 په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې هدفي وژنو زور اخیستی، چې له کبله یې د یاد ښار اوسیدونکي اندیښمن دي او له امنیتي چارواکو په دې برخه کې دجدي اقداماتو غوښتنه کوي.
تر اوسه د دغه برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته