پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ملګري ملتونه: د افغان کړکېچ د هواري یوازینۍ لار بین الافغاني خبرې دي
نیټه: Wed, 11 Sep 2019 13:10:02 +0000

 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د افغانستان پر حکومت او طالبانو دواړو ټینګار کړی چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره دې خپلو کې ژر تر ژره مستقیمې خبرې پیل کړي.
تدامیچي یاماموتو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، د سولې لپاره د تېر یو کال هڅو د افغانستان د سوله‌ییزې راتلونکې په اړه ډېرې هیله‌مندۍ رامنځته کړې وې او اوس هم ټولو ته روښانه ده چې د مستقیمو، پراخو او هر اړخیزو بین‌الافغاني خبرو پرته د افغانستان د کړکېچ هواری ناممکن دی.
یاماموتو وویل، د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه‌یې د افغانانو نظرونه او څرګندونې اورېدلي او په هغو کې یې په یو وخت هیله‌مندي او وېره دواړه درک کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په وینا د افغان ټولنې او طالبانو ترمنځ په مسکو او دوحه کې وروستیو غیر رسمي خبرو، د ډېرو حساسو او هغو مسئلو په اړه چې د افغانستان سولې ته ډېرې مهمې دي د خبرو کولو یو فرصت رامنځته کړ. نوموړي هیله‌مندي وښوده چې که دا تجربه دوام وکړي، دا ډول خبرې به ژورې او پراخې شي او یوې پایلې ته به ورسېږي.
یاماموتو همدارنګه پر دې هم ټینګار وکړ چې د سولې هر ډول خبرې باید تاوتریخوالی راکم کړي او په پای کې یې اوربند وشي.
یاماموتو په ټاکنو کې د ممکنه درغلیو او بې‌نظمیو اندېښنې هم یادې کړې او تر ټاکنو وروسته‌یې د پایلو په وړاندې د نوماندانو د چلند څرنګوالی هم مهم وباله.
تدامیچي یاماموتو له وسله‌والو طالبانو وغوښتل چې خلک دې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې له ګډون نه منعه کوي، د انتخاباتو د ګډوډولو له ګواښونو دې لاس واخلي او له حکومت څخه‌یې وغوښتل چې د خلکو امنیت دې وساتي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دې ځانګړي استازي په داسې حال کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مستقیمو خبرو ټینګار کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د امریکا خبرې اترې وځنډولې او د دوشنبې په ورځ‌یې وویل دغه مذاکرات له‌منځه تللي او امریکايي ځواکونه به په یوه مناسب وخت کې له افغانستانه ووځي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته