پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ټيفا: دولسمشرزو ټاکنو پايلې باید په خپل وخت اعلان شي
نیټه: Wed, 09 Oct 2019 10:57:51 +0000

 

د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ وایي د ولسمشریزو ټاکنو پایلې باید په ټاکلې نېټه اعلان شي.
 دغه بنسټ نن په یوه خبري غونډه کې د ټاکنیزو کمیسیونونو پر کارکوونکو او کمېشنرانو غږ وکړ چې خپل کارونه دې په چټکۍ مخ ته یوسي او د ټاکنو پایلې دې په ټاکلې نېټه اعلان کړي. 
ددغه بنسټ په وینا د پایلو په اعلان کې ځنډ او یا هر ډول ګډوډي د ستونزو د زږېدو سبب ګرځي.
 ټیفا دغه راز وایي چې په تېرو ټاکنو کې نږدې دوه میلیونه وګړو برخه اخیستې وه او تر ۷۲۱ پورې مرکزونه د خلکو پر مخ تړلي پاتې وو.
 ټیفا په ټاکنو کې د شفافیت پر تامین ټینګار کوي او زیاتوي ټاکنیز کمیسیونونه دې خلک د تل لپاره په ټاکنو نه بې باوره کوي او په پوره شفافیت دې خپلې چارې پر مخ یوسي. 
تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه کمیشنر مولانا عبدالله ویلي وو، چې کارونه پڅ مخ ته روان دي نو ځکه به لومړنۍ پایلې په ټاکلې نېټه اعلان نه شي، خو کمیسیون بیا وایي چې دوی هر څه د مهالوېش له مخې مخ ته وړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته