پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هرات ته د ایران څخه بې کیفیته زعفران راوړل کیږي
نیټه: Wed, 09 Oct 2019 13:17:24 +0000

 

د امریکا لخوا پر ایراني توکو باندې د بندیزونو وروسته اوس ددغه هېواد ځینې شرکتونه هرات ولایت ته زعفران راوړي او د پروسس او بسته بندې وورسته یې د افغانستان په نوم نورو هېوادونو ته صادروي.
خو د ایراني شرکتونو دغه اقدام د افغانستان د  زعفرانو شرکتونو ته لویه ننګونه جوړه کړي .
د زعفران کاروباریان بیا د حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ایراني زعفرانو مخنیوی وکړي. 
په هرات کې د سرو زرو یانې زعفرانو نرخونه هم د ایراني زعفرانو د واردېدو له امله راوپیروتې چې اوسمهال یې هر یو کیلو ۶۵ زره افغاني پلورل کیږي.
په همدې حال کې د زعفرانو د اتحاديي مسؤلین وايي چې  ځینې شرکتونه ددې لپاره چې په ایراني زاعفرانو کې ډېره ګټه ترلاسه کړي ایراني زعفران افغانستان ته واردوي چې د افغانستان زعفرانو بېه ورسره راټیټه شوې ده.
په همدې حال کې د هرات د کرنې ریاست مسؤلین وايي که داسې اسناد او شواهد تر لاسه کړي چې ایراني زعفران د افغانستان په نوم اروپايي هېوادونه ته صادریږي سمدستې به یې پر وړاندې اقدام وکړي. 
د هرات زعفران اوسمهال متحده عربي اماراتو ، هندوستان او یو شمیر نورو اروپايي هېوادونو ته صادریږي.
هرات د تېرو څو کلونو راپدېخوا زعفرانو د پلازمینې لقب خپل کړی خو په دې ورځو کې د بې کیفته زعفرانو وادات دې ولایت ته د سوداګرو اندیښنې زیاتي کړي

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته